اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنټر شبلي فراز وئيلي دي حزب اختلاف كراچۍ كښې د قائد په مزاز د بې حرمتۍ او جرم ته د پام كولو په ځائ اړے ګړے او غېر يقيني صورتحال زياتول غواړي٬ د سن??ھ اعلٰې وزير هم منلې چې هلته غلطي شوې ٬ داسې كس ته د سزا وركولو په ځائ الټه سياست كېږي٬ هلته يو نااهل او كرپټ حكومت دے٬ هغوي د ن??يجو پرواه نه كوۍ۔ د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د خبرو په مهال وفاقي وزير ووئيل مونږ په پارلمان كښې ناست يو او افسوس د دې خبرې دے چې داسې ګوند چې د قائداعظم په نامه ئې خپله نامه اېښودې ده٬ د ھغه د ليډر زوم د قائداعظم د مزار بې حرمتي كړې او داسې رويه ئې خپله كومه چې د پيپلز پارټ?? اعلٰې وزير هم مني چې غلطه ئې كړې ٬ چې ??ه ضد ئې په ھغه كېس جوړېدے شي٬ جرم ته د پام كولو په ځائ ئې رويه ئې اختيار كړو او اړې ګړې ئې جوړ كړو او اوس الټه مخالفه ډله ??ياستي كوي۔ ده ووئيل د پاكستان د باني مزار د جلسې ځائ جوړ كړې شو٬ په دې خبره نه كېږي٬ د (ن) ليګ او پيپلز د ګوند غړو تقريرونه مې واورېدل سبا به ورله ځواب وركوم، په دې پېښه مخالفه ډله ??ياست كول غواړي او بې يقيني خپرول غواړي، دوي پوليس كورنې پوليس ساتل غواړي٬ پلټنو لپاره دوه كمېټۍ جوړې شوې دي٬ اوس د اصل پېښې نه پام اخوا كولو لپاره سياسي فشار اچولې كېږي۔ ده ووئيل وزيراعظم هلته فون ولې وكړي٬ هلته يو نااهل او كرپټ حكومت دې او چې هره مسئله وي او چې هره اداره وي٬ تاسو د دې معاملو د ن??يجو پرواه نه لرۍ، دوي د اړي ګړي او غېر يقيني صورتحال پېدا كول غواړي٬ او معيشت چې په ښه كېدو دې ھغې ته زيان رسول غواړي، يوازې د خپل ليډر بچ كولو لپاره داسې كوي، د کراچۍ په پېښه د مخالفې ډلې په قرارداد بيخَي غور نه دې پكار او په دې پېښه بحث پكار دې چې د قائد د مزار بې حرمتي كوونكو ??ه ضد څه كاروائي وكړې شي۔