اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي سره د چين٬ افغانستان٬ انډونيزيا سفير??نو او د بنګله دېش او مالديپ هائي كمشنر??نو ليدلي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع صدر د چين٬ افغانستان٬ انډونيزيا٬ سفير??نو او د بنګله دېش او مالديپ هائي كمشنر??نو له مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال سفير??نو او هائي كمشنر??نو خپل سفارتي اسناد صدر ته وړاندې كړل۔ په دې موقع صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان د كلتور?? معيشت، تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې ملګرو هېوادونو سره اړيكې لا مستحكم كول غواري۔ صدر سفيران او هائي كمشران پ?? كووېډ-19 قابو موندلو لپاره د پاكستان لخوا د پورته كړې شويو اقداماتو نه هم خبر كړل۔ ده ووئيل كرونا ان??ان??ت ته رامخې ته شوې لوے چيلنج دے او په دې قابو موندلو لپاره اجتماعي هلې ځلې كول د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده۔ په دې موقع صدر د هندي پوځ لخوا په غېر قانوني جمو و كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو رڼا اچولو سره ووئيل هند ټوله مقبوضه سيمه د نړۍ په لوي زندان بدله كړې۔ صدر ووئ??ل نړيواله ورورولي دې د هندي امنيتي ځواكونو لخوا په مسلمان??نو او نورو اقليتونو د ظلمونو نوټس واخلي۔ په ملاقات كوونكو كښې د عوامي جمهوریه چین نومولې شوې سفير نانګ رانګ٬ د افغانستان سفير نجيب اﷲعلي خېل٬ د انډونيزيا نومولي سفير اېډم ملاورمان توګيو٬ د بنګله دېش نومولي هائي كمشنر راهول عالم صديق او د مالدیپ نامزد هائي کمشنره فرزانه ظاهر شامله وه