اسلام آباد 23نومبر اۓ پي پي ) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او په 22 نومبر د هندي ځواكونو له اړخه د كنټرول لائن په كهوئي رټه سيكټر د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ ورته سخت احتجاج رېكارډ كړ?? شوے ۔ د ه??د د ډزو په نتيجه كښي د ميرمنو او ماشومانو پشمول 11 بي ګنا وګړي ټپيان شوي وو ۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند تر مخه د هند سيئنر سفارتكار ته احتجاجي مراسله وركړې شوې او ورته وئيلې شوي چي د هند قابض ځواكونه د ايل او سي او وركنګ باونډريز پرله پسې خلاف ورزۍ كوي او په غټو وسلو عام اولس په نخښه كوي ۔هغه زياته كړه هندي ځواكونه عام وګړي په نخښه كوي كومه چي د بشري حقونو خلاف ورزي او د انسانيت لپاره د شرم خبره ده ۔ د ه??د د دغې خلاف ورزو له كبله د سيمې ??من او سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ هند سږ كال 2820 ځل د ډز بندۍ خلاف ورزي كړ?? چي پكښي 26 بي ګنا وګري شهيدان شوي او 245 تپيان شوي ۔هغه ووئيل د ه??د د دې خلاف ورزو مقصد كشمير كښي د روان ظلم او د نړيوالو بشري حقونو د خلاف ورزو نه د نړۍ پام اخوا كول دي ٬هغه په هند زور راوړو چي ه??د د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پاسداري وكړي او د ملګرو ملتونو مبصرين (يو اين ايم او جي آپي پي ) له شخړيز كشمير كښې د پلټنو اجازه وركړي ۔