اسلام آباد 14 دسمبر (اۓ پي پي ) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او په 13 دسمبر د هند ځواكونو له ??ړخه د كنټرول لائن په چېري كوټ سېكټر د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے ۔ د هند د ډزو په نتيجه كښي دوه بې ګناه وګړي ژوبل شوي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه د هند سيئنر سفارتكار خارجه دفتر ته راوغوښتلے شوے او هغه ته احتجاجي مراسله وركولو سره وئيلې شوي چي د هند قابض ??واكونه د ايل او سي او وركنګ باونډريز پرله پسې خلاف ورزۍ كوي او په غټو وسلو عام اولس په نخښه كوي ۔هغه زياته كړه چې د هندي ځواكونو د عام وګړو په نخښه كول د بشري حقونو خلاف ورزي او د انسانيت لپاره د شرم خبره ده ۔ د هند د دغې خلاف ورزو له كبله د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ هند سږ كال 2970 ځ?? د ??ز بندۍ خلاف ورزي كړې چي پكښي 27 بي ګناه وګري شهيدان او 249 تپيان شوي ۔هغه ووئيل د هند د دې خلاف ورزيو مقصد كشمير كښي د روان ظلم او د نړيوالو بشري حقونو د خلاف ورزو نه د نړۍ پام اخوا كول دي ٬هغه په هند زور راوړو چي هند د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پاسداري وكړي او د ملګرو ملتونو مبصرين (يو اين ايم او جي آپي پي ) له ??خړيز كشمير كښې د پلټنو اجازه وركړي