ك??اچ?? 02 جنوری (اے پی پی) وړومبې مېرمن بېګم ثمينه علوي وئيلي ذي چې ??ونږ معذور كسان په خپلو پښو ودرول غواړو، بايد چې دوي د مهارت په بنياد خپل روزګار ترلاسه كړي چې دغسې د خېرات تاثر پېدا نه شي، د جنورې د اختتام څخه به د كفالت پروګرام د لارې معذور كسانو ته هره مياشت دوه زره روپې وظيفه وركولې شي. هغې دا خبرې د خالي په ورځ ش كورنګي اېسوسي اېشن آف ټرېډ اېنډ انډسټري په دفتر كښې د اېسوسي اېشن مشرانو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. بېګم ثمينه علوي ووئيل چې ستاسو په جذبه كتلو خوشحاله شوې يم، د ك??اچ?? اولس په خېراتي كارونو كښې په بشپړه توګه ګډون كوي. هغې ووئيل چې د معذور كسانو خېر ښېګړې لپاره كار كول نېك كار دے. هغې ووئيل چې ??ه نړۍ كښې معذور كسانو لپاره ډېرې اسانيې وي، خو دلته چې ??ه كومو كورونو كښې معذور ماشومان پېدا شي، هغه بوج ګڼلې شي كه هر څو ??ه دې كښې نه د دوي د والدېن قصور وي او نه د دې ماشومانو كوم قصور وي. هغې ووئيل چې ??ونږ معذور كسان په خپلو پښو ودرول غواړو، بايد چې دوي د مهارت په بنياد خپل روزګار ترلاسه كړي او چې د خېرات تاثر پېدا نه شي.