اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خ??ن وئيلي دي چې د كرپټ واكمنو لخوا د تېر لس كلونو اقتدارا يو تور دور و، چې كله رياستي ادارې د سياسي مداخلې نه بغېر په آزادې سره كار ك??لو ته پرېښودل شي نو د دې نتيجې په واضحه توګه په نظر را??ي. ?? ګل په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خ??ن ووئيل چې نېب د كال 20-2019م په مهال د 389 اربه روپې ريكورې كړې دي، د كال 2008 نه تر كال 2018م د لس كلونو په مهال دا رېكورې يوازې د 104 اربه رو??و وې. وزيراعظم ووئيل چې په پنجاب كښې د اېنټي كرپشن محكمې د 27 مياشتو په موده كښې 206 اربه روپې ريكور كړې دي، د كرپټ واكمنو په لس كلن دور كښې دا ريكورې يوازې 3 اربه وې. وزيراعظم ووئيل چې د دې شمېرو او حقائقو نه دا خبره واضحه كېږي چې كله رياستي ادارې د سياسي مداخلې نه بغېر په آزادې سره كار ك??لو ته پرېښودل شي نو د دې نتيجې په واضحه توګه په نظر راځي او قوم ته ئې ګټه رسي. د دې شمېرو نه دا واضحه كېږي چې په هېواد كښې ادارې په آزادې سره كار كوي او د احتساب عمل روان دے.