اسلام آباد 13جنوری (اے پی پی) پاکستان او ترکیه دوه اړخيزه تجارتي، اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو لپاره شريكو هڅو روانو ساتلو ته اتفاق كړے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دواړه هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اتري د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې شوې ۔ د تركيې پلاوي مشري خارجه وزير مولود جاوش اولو دغسې ?? پاکستان پلاوي مشري خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی كوله۔ خبرو اترو كښې په دوه اړخيزه اړيكو، د پاکستان او ترکیې ترمينځه بيلو څانګو كښې د ګڼ اړخيزه سترتيجكي شراکت دارۍ په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شاہ محمود قریشی د ترکيې خارجه وزير له به سفارتې خذمات د هلال پاکستان په وركولو مباركي وركولو سره وو??يل فروری 2020 كښې د صدر طیب اردوان د پاکستان دورې سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکمې شوې۔خارجه وزير ترکیه كښې د ګاز په پان??و موندلو د ترکيې خارجه وزير له مباركي وركړه۔خارجه وزير وو??يل د کورونا وائرس وبا صورتحال د ټولې نړۍ معیشت ځپلے دے دغسې ?? کورونا وائرس وبا دويمه چپه د هغې څخه هم زياته خطرناکه ثابتيږي۔پاکستان په شان پرمختګ كونكې هېواد لپاره د کورونا وائرس وبا معاشی اثرات د شدید نوعیت دي۔ شاہ محمود قریشی وو??يل د دې معاشی اثراتو مخنيوي لپاره به په نړيواله كچه شريكو هڅو كولو او کمزورو معیشتونو له سهارا وركول وي۔مونږ له به په دې اقدامات غور كول وي د كومې د لارې چې مونږ د پاکستان او تركيې ترمينځه دوه اړخيزه مراسم په استراجيكي شراکت دارۍ بدلولې شوو ۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی وو??يل د ترکیې او پاکستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتی اړيكو ته ودې وركولوو له مونږ د تركيې کاروباری كسانو لپاره ای ویزہ جاري كړې۔ شاہ محمود قریشی وو??يل د ملګرو ملتونو هیومن رائټس کونسل بيا رکنیت، اېف اے ټی اېف او د جمو او کشمیر په مسئله د تركيې په مرسته كولو د تركيې قیادت مننه كوو۔مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزیو او ریاستی ترهه ګرۍ سلسله روانه ده۔خارجه وزير وو??يل د بشري حقونو لپاره متحرك تنظیمونه او نړيواله ورورولي بايد د دې مسئلې سنګینی تر مخه د مظلومه کشمیریانو جائز حق، د خپلواكۍ حق لپاره غږ پورته كړي۔نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي چې د ملګرو ملتونو غیر جانبدار مبصرین له تر مقبوضه کشمیر رسنه وركړي دغسې چې د اصل حقائق څخه نړۍ خبر شي۔ مخدوم شاہ محمود قریشی وو??يل پاکستان، افغانستان كښې امن لپاره خپل مصالحانه هڅې كوي۔پاکستان د افغانانو ترمينځه د خبرو اترو دويم پړاؤ پيل كولو هركلے كوي۔ ده وو??ېل تير كال د افغانستان اعلیٰ مقتدر شخصیات پاکستان ته راغلي وؤ چې پكښې ډاكټر عبداللہ عبداللہ، ګل بدین حکمت یار، د افغان اولسی جرګې غړي او نور مهم شخصیات شامل وو۔وزیر اعظم عمران خان د صدر اشرف غنی په بلنه افغانستان ته تللے او پاکستان او افغانستان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له كوټلې روډ میپ ته صلاح شوي۔ مخدوم شاہ محمود قریشی وو??يل پاکستان په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے كومو چې د نګورنو کاراباخ په معامله د آزربائیجان د موقف نه يواځې مرسته کړې بلکه د آرمینیائې پوځ زر تر زره په ستنيدو ئې زور راوړے ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وو??يل د فلسطین په اړه پاکستان د دوه ریاستی حل په موقف ولاړ دے۔ د تركيې خارجه وزير په تود هركلې كولو د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی مننه كولو سره وو??يل مونږ پاکستان خپل دويم كور ګڼو۔ د تركيې خارجه وزير د پاکستان او ترکیې ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي ، اقتصادی مرستې ته ودې وركولو لپاره د شريكو هڅو روانو ساتلو عزم هم څرګند كړو۔