اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) پاكستان او اطاليا دوه اړخيزه تجارت آس??نۍ سره تر 5 اربه ډالره رسولې شي۔ دا مهال دوه اړخيزه تجارت دوه اربه ډالره ته نزدے دے۔ پاكستان كښې د اطاليا سفير اېنډرېس فیر اریس كاروباري ورورولۍ سره خبرو كښې ووئيل اطاليا پاكستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او پاكستان سره اقتصادي رابطو ته وده وركولو له ټ??ل ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ هغه ووئيل په كال 2019 پاكستان اطاليا ته د 810 ملی?? ډالره برآمدات كړې وو او د اطاليا لخوا د درآمداتو حجم 937 ملی?? ډالره پاتے شوے وو۔ هغه ووئيل د كال په مهال دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 1.74 اربه ډالره زيات شوے دے۔ سفير ووئيل پاكستان اطاليا ته زياتره د ټېكسټيائلز ٬ څرمنې مصنوعات او وريژې برآمد كوي بياهم د دواړو هېوادونو ترمينځھ تعميراتي ٬ د كركيلې ټېنكالوجي ٬ پلاسټك ٬ تيار خوراك ٬ ډېري ٬ لائيو سټاك ٬ داروګانو او د ماحولياتي تحفظ په څانګو كښې دوه اړخيزه رابطې د لا سوا كېدو ګنجائش لري چې ورسره دوه اړخيزه تجارتي حجم آس??نۍ سره 5 اربه ډالره ته رسېدې شي