اسلام آباد۔27اپرېل(اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاق?? وزير شبلي فراز په پاكستان اکېډمی آف سائنسز (پی اے ??ېس) او سائنس دانانو زور راوړے دے چې هغوي دې د صحت عامه او ګلوبل هېلت سېكورټي سره د اړوندو بې بنسټه اطلاعاتو مخنيوي له خپل ك??دا?? ترسره كړي۔ د نهې په ورځ د پی اے ??ېس ترسېوري لاندې يو وېبنار ورکشاپ ته خپل خطاب كښې وفاق?? وزير ووئيل د اطلاعاتو زياتېدو سره حقيقي اطلاعات پېژندل ګران شي۔ هغه ووئيل د پرمختګ كړې نړۍ په مقابله كښې پاكستان بېلو چېلنجونو سره مخ دے ولې چې يو اړخ ته په وبائي رنځ قابو موندل دي او بلخوا هېواد كښې د لاك ډاؤن په نتيجه كښې د خلقو د لوږې نه مړ كېدل زغملې نه شؤ۔ هغه ووئيل په دې صورتحال كښې د حكومت د “سمارټ لاک ډاؤن” پالیسی كاميابۍ سره روانه ده او دا په نړيواله كچه ستائلې شوې ده۔ شبلی فراز د ټولنې بېلو طبقو او مذهبي لارښودو ٬ د زده كړې پوهانو او مخير حضراتو لخوا د دې صورتحال مخنيوي له حكومت سره كړې مرسته وستائله۔ هغه ووئيل په نړيواله كچه د وبائي رنځ مخنيوي كښې تر ټولو لويه مسئله د وېکسینز جوړولو او د دې د وېشلو وه۔ هغه ووئيل افريقا هم تر كال 2040 د خپل وېكسين پېداواري صلاحيت د 1 فيصد نه زياتولو سره تر 60 فيصد كولو منصوبه جوړه كړې ده۔ هغه باور وركړو چې د سائنس او ټېكنالوج?? وزارت به پاكستان كښې داسې كومه هم هڅه خوشبينه ګرځوي۔