اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) د وفاقي پلازمينې اسلام آباد او پېنډۍ په شمول ګرد هېواد كښې د جمعې ورځ د بدر ورځې په توګه مذهبي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ د جمعې لمونځ په اجتماعاتو كښې علماﺀ كرامو اسلام تاريخ كښې د غزوه بد?? په اهميت رڼا واچوله۔ هغوي ووئيل د نبي پاکۖ په مشرۍ كښې 313 ځان قربان كوؤنكو د جنګ سامان خو ډېر كم لرلو ولې زړونه ئې د ايماني جذبې نه ډك وو او هم د دغې په بنياد لوئے څښتن هغوي ته كاميابي وركړه۔ غزوہ بدر د كفر او اسلام ترمينځه اولنۍ معركه وه۔ د اسلامي لښكر 313 صحابه كرامو (رض) د جنګ زيات سامان لرونكو 950 كافرو ته ماتې وركړې وه۔ علماﺀ كرامو وفرمايئل چې د غزوہ بدر اصل فلسفه دا ده چې كه په لوئے څښتن ايما?? ولرلې شي نو د روان وخت ټولې مسئلې حل كېدې شي۔