اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) پاكستان تېره ورځ د ګل په ??هار د هندي بارډر سېكورټي اهلكارو په قصد سره په وركنګ باؤنډري اوړېدو او د پاكستان په چاروا سېكټر كښې د جنګ بندۍ خلاف وزرۍ په كولو سخته اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې اسلام آباد كښې هندي هائي كمېشن ته جاري كړې شوې مراسله كښې د پاكستان خارجه وزارت وئيلي دي دمقبوضه جموں وکشمیر جمو سېکټر كښې د هندي بی اېس اېف چوکۍ اهلكارو د پاكستان په چاروه سېكټر كښې د وړو وسلو 30 راؤنډ او د 60 ملی میټر ِ4 مارتر بم فائر ك??ل۔ مراسله كښې وئيلي شوي دي چې دا پیښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې په 3 ټرېکټرونو ناست 15 بی اېس اېف اهلکار په وركنګ باؤنډرۍ اوړېدو سره د پاكستان سيمې ته ننوتل۔ كله چې پاكستاني رېنجرز ددوئ د ستنولو هڅه وكړه نو هغوي د وړو وسلو او د مارټر ګولو د لارې په پاكستاني چوكۍ ډزې پېل كړې۔ مراسله كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په ??موںسېکټر كښې د بی اېس اېف پوستې په پاكستاني چوكۍ د سنائپرګن د لارې هم ډزې وكړې خو كوم پاكستانے ځوان شهيديا ژوبل شوے نه دے۔ خارجه وزات ووئيلې حېرانتيا په ??ې خبره شوې ده چې دا خلاف ورزي په يو داسې وخت كښې شوے كله چې د هند د ابلاغ ذريعې د پاكستان په ??د د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كولو پراپېګنډه كوي او په پاكستان د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ تور لګول?? شي۔ خارجه دفتر ووئيل هندي بی اېس اېف اهلکارو په ??ېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ د امن له مينځه وړلو په نيت وركنګ باؤنډري نه راوړېدلو سره د مارټر ګولو فائر كولو په ??ورت كښې د جارحانه رويې څرګندونه كړې ده۔ خارجه وزير وئيلي دي دا د هند لخوا د ډی جی اېم اوز 2021 لوظنامې اولنۍ سخته خلاف ورزي ده۔ اسلام آباد كښې سياسي تجزيه كارو وئيلي دي چې مودي هند كښې د كورونا نړيوالې وبا مخنيوي كښې د خپلې ناكامۍ نه پام بل پلو ګرځولو له د فالس فلېګ آپرېشن په ډول كومه مهم جوئي كول?? شي او د جنګ بندۍ دې خلاف ورزۍ څخه د هند د جارحانه ارا??و عكاسي كېږي۔ تجزيه كارو وئيلي دي چې هند پرون ټوله ورځ د ضلع سانبه رام ګړھ سېکټر كښې په پاكستان د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كولو بې بنسټه تورونه لګول كوم چې د كورونا ستونزې مخنيوي كښې د هندي حكومت ناكامي په ډاګه كوي