اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په اېچ نائن بازار كښې د اور پېښه كښې ځپليو سټال هولډز ته د حكومت لخوا د مرستې باور وركړې او وئيلي ئې دي چې د اسلام آباد پوليس به تر دسمبر مياشت يو مثالي پوليس كښې بدل كړې شي٬ پاكستان منطقه كښې مستقل سوله او ثبات غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د اور ځپلې اېچ نائن بازار ?? دورې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د كېډ د??هم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د اسلام آباد ميئر او د سي ډي اے چيئرمېن شېخ انصر عزیز ٬ د داخله وزارت ٬ د سي دي اے او د مېټرو پولېټن چارواكو پشمول په لويه شمېره ځپلي هم موجود وو۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د بازار ??وره كولو مقصد يوازې معائنه كول نه بلكې مشاهده كول دي د دې راپور به وزيراعظم ته هم وركولې شي ځكه چې پ?? بازار كښې د اور لګېدو له امله د 600 نه د زياتو كسانو روزګار ځپلې شوې دے۔ تحقیقاتی او د جاج كمېټي به په دوه ورځو كښې د دې راپور وړاندې كوي۔ ده ووئيل زه به وزيراعظم ته سفارش كوم چې د ځپلو دې مرسته وكړې شي دغسې چې دوي بيا پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ داخله وزير باور وركړو چې حكومت به د اور لګېدو بشپړه جاج اخستو نه پس د ځپليو ممكنه مرسته كوي۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې داخله وزير ووئيل د ډان ليكس د معاملې عسكري او سياسي مشرانو په ګډ?? انكوائري كړې او دا ئې خپل انجام ته رسولې۔ ده ووئيل د ټرمپ لخوا د پاكستان په ضد بيان وركولو سره اوس مونږ ټولو له په ګډ?? سوچ كول پكار ??ي ځكه چې اوس ټول قام له يو موټې كېدلو ته اړتيا ده او هم دا اتحاد او قوت به سباٶن كښې بريالې كوي۔ ده ووئيل د ټرمپ د بيان نه پس سياسي او عسكري قيادت د هېواد د ټولو اړخونو جاج اخستې او مونږ په هر صورت كښې د پاكستان د مفاداتو دفاع كوٶ او په دې لړ كښې مونږ ملګرو هېوادونو سره رابطه كړې٬ مونږ ټول به په ګډ?? د پاكستان دفاع لپاره كار كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان د امريكې نه بلكې امريكا د پاكستان قرض دارې ده۔ ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې ممتاز حېثيت لري او زمونږ د صلاحيتونو نړۍ اعتراف كوي او دغسې پ?? ملګرو ملتونو كښې هم پاكستان يو ځانګړې مقام لري٬ پاكستان به امن لپاره په ګډ?? كردار لوبوي۔ په دې موقع د كېډ د??هم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د اسلام آباد ميئر هم خبرې وكړې۔