كراچې 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې اوسني حكومت په لنډه موده كښې د اېل اېن جي په صورت كښې د توان ارزانه ذريعه معرفي كړې٬ په پورټ قاسم د اېل اېن جي ټرمينل پروژه د 330 ورځو په ريكارډ موده كښې ترسره شوې٬ په ريكارډ موده كښې پروژې ترسره كول د اوسني حكومت امتيازي صفت دے چې بنيادي مقصد ئې اولس ته زياتې ??سا??يې باروي كول دي٬ د اېل اېن جي درآمد سره به قومي معيشت ته كلنه د 1.5 اربه ډالرو ګټه ورسي٬ د ګران فرنس آئل په ځائ د ارزانې اېل اېن جي استعمال سره به د زرمبادله بچت وشي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پورټ قاسم د اېل اېن جي ټرمينل د پرانستې دستورې ته د وېن?? كولو په مهال وكړې۔ دا ټرمينل اېنګرو ټرمينل لمېټېډ د 330 ورځو په ريكارډ موده كښې ترسره كړے كوم چې د 600 اېم اېم اېس سي اېف بي ګاز د ري ګېسيفيكېشن استعداد لري۔ دې سره به نه يوازې صنعتي ادارې د توان خپل ضروريات پوره كړې شي بلكې اولس به هم ريليف ترلاسه كړي او په تېلو د ګرانې برېښنا په پېد?? كولو انحصار به كم شي۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې اوسني حكومت د توان دا ارزانه ذريعه د 14 مياشتو نه په كمه موده كښې معرفي كړې٬ په تېر وخت كښې دريو حكومتونو پاكستان ته د اېل اېن جي راوړلو هڅې كړې وې خو كامياب نه شول۔ وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې د توان زياتېدونكي ضروريات پوره كولو لپاره اېل اېن جي يوه ارزانه ذريعه ده ځكه چې د تېلو او ??وهري ذريعو څخه د توان پېداوار ګران عمل دے۔ وزيراعظم ووئيل چې اېل اېن جي لپاره د بولۍ عمل په شفاف ډول ترسره شو او ?? دې اعتراف نړيوالې ټولنې هم كړې۔ ده ووئيل چې په نړيواله توګه داسې خيال و چې پاكستان ته د اېل اېن جي په راوړلو كښې كلونه موده تېرېدے شي خو اوسنې حكومت دا اعزاز لري چې په لنډه موده كښې ئې د اېل اېن جي په صورت كښې د توان دا ذريعه معرفي كړه۔ ده ووئيل چې دلته زما موجودګي ما لپاره د خوشحالې خبره ده٬ د توان اهميت منل شوے دے٬ د توان د كمي له امله هېواد ستونزو سره مخ كېدے شو۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت د تېلو رسنه او ??ستعمالول ??سا??ول غواړي خو په دې اخراجات ډېر زيات دي او ?? دې حل د اېل اېن جي په صورت كښې موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د لوظنامې لاسليك كېدو نه پس ټرمينل د يوولس مياشتو په لنډه موده كښې ترسره شو او ?? ??ې په جوړولو كښې بېلا بېلو ادارو مرسته كړې۔ په ټوله نړۍ كښې په دومره لنډه موده كښې كوم ټرمينل نه دې جوړ شوے۔ ده ووئيل چې د ټرمينل په د هېواد په معيشت ښه اغېز وشي۔ ده ووئيل چې تر اوسه د اېل اېن جي سل جهازونه راغلي دي او ??ا د ګاز وركولو لويه ذريعه جوړه شوې۔ ده ووئيل چې دويم اېل اېن جي ټرمينل به په نومبر كښې كار پېل كړي او ?? نجي څانګې په مرسته به نور درې ټرمينل جوړولې شي۔ شاهد خاقان عباسي د ټرمينل د پرانستې ستائنه كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې په هېواد كښې به ډېر زر د توان په ستونزه قابو وموندل شي۔ ده ووئيل چې د بنګله دېشن او نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان په ډېره لږه موده كښې د اېل اېن جي درآمد او په بېلا بېلو صنعتونو كښې د دې استعمال ممكن كړے دے۔