لاهور 17ستمبر (اے پی پی) د صوبائی سرښار لاهور حلقه این اے 120 كښې ضمنی ټاكنو له د پو??نګ عمل پيل شوې،پو??نګ اسټیشنو ته د ووټرانو د راتږ سلسله روانه ده ??په دې مهال د امنيت سخت انتظامات شوې دي او د تلاشی خستلو نه پس ووټرانو ته پو??نګ اسټیشنو ته د داخليدو اجازه وركړې كېږي، د الیکشن کمېشن ضابطه اخلاق له مخې د پو??نګ اسټېشنو څخه په ټاكلې شوي فاصله د سیاسی ګوندونو کیمپونه لګولې شوي، د سیاسی ګوندونو غړي د جوش او جذبې سره د خپلو خپلو كانديدانو كاميابۍ لپاره لوظي دي،ووټرانو له د كور نه تر پو??نګ اسټیشنو رارسولو اسانۍ د كانديدانو د اړخه وركړې شوي۔ د خوراك وزیر بلال یاسین سنټرل ماډل هائی سکول كښې خپل ووټ كاسټ كړو، د پنجاب وزیر اعلیٰ سلاحكار خواجه احمد حسان کریم پارك ښې د پو??نګ انتظاماتو جاج واخست او د پو??نګ په انتظاماتو ئې د اطمینان څرګندونه وكړه،میډیا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اولس ته معلومه ده چې د ووټ حقیقی حقدار څوك دې،اېن اے 120 د مسلم لیګ(ن) مركز دې،هيله لرو نواز شریف به كاميابي ترلاسه كړي۔ د پی ټی آئی کانديدې ??اکټر یاسمین راشد ووئيل نن ورځ مهمه ده ??و د این اے 120 تاریخ ليكلې كېږي،ووټران دې د كورونو څخه بهر راوځي او خپل مقدس ووټ دې استعمال کړي، حلقه كښې د رجسټرډ ووټرانو شميره 321633 ده ??ضمنی ټاكنو كښې 220 پو??نګ اسټیشنې او 568 پو??نګ بوتھ جوړ كړې شوي ٬ 220 پریزائیډنګ آفیسران، 568 اسسټنټ پریزائیډنګ آفیسران او 568 پو??نګ آفیسران تعینات کړې شوي،حلقه كښې 50 الیکټرونك ووټنګ مشینان او 50 بائیومیټرك ووټنګ مشینان په تجرباتی بنیادونو كارولې كېږي، دې ??وكۍ لپاره د 44 كانديدانو ترمينځه مقابله ده چې پكښې 8 كانديدان د سیاسی ګوندونو دي خو پھ دې كښې د پی ټی آئی او (ن) لیګ ترمينځه سخته مقابله ده۔ټاكنو لپاره به پو??نګ تر ماښام 5 بجې غير د څه دمې روان وي۔