اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو ??خواني وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دې په تېرو څلورو ??ال?? كښې چې څومره هاؤس كلينګ شوې د پاكستان په تاريخ كښې مثال نه لري۔ د نهې په ورځ پنجاب هاٶس كښې مشرانو خبريالانو سره خپلو غېر رسمي خبر?? كښې ده ووئيل زه دا ښكاره دريځ لرم چې زمونږ دننه چې څومره كمزورۍ او بې غورۍ دي بايد علاج ئې وشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وئيل سوال دا پېدا كېږي چې د هند دننه چې كوم انتها خوښ هندوان او ترهه ګر تنظيمونه ډېر په زړورتيا سره د خپلو ناوړه عزائمو ترسره كولو ته ملا تړلے ده٬ چرې هم د هند حكومت يا سياستمدارو چا هم د دې خبرې اعتراف نه دې كړ?? هلته خو د درنو خلقو مخونه تورولې كېږي٬ په خارجي مېلمنو تشدد كېږي او مسلمانان او اقليتونه په بې دړ??ۍ سره يوازې د غوا د بې حرمتۍ په شك قتلولې كېږي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې په رڼا ورځ ګڼ شمېر ترهه ګر د امريكې د كېمرو د لاندې پاللې كېږي او پاكستان كښې په لويه كچه مرګ او ژوبله كولې شي۔ ده ووئيل په هاٶس كلينګ هېڅوك اعتراض نه لري٬ بايد حكومت عملي كار ته ملا وتړي٬ مونږ له د داسې بيانونو نه ډډه پكار ده كومو سره چې د پاكستان دښمنه عناصرو بيانيه مضبوطېږي۔ ده ووئيل په تېرو څلورو ??ال?? كښې چې كور څومره هاؤس كلينګ شوې د پاكستان په تاريخ كښې مثال نه لري خو د دې باوجود د ډېر كار كولو ګنجائش موجود دے