اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د آزاد كشمير اولس سماجي او اقتصادي ښېګړی٬ د بنيادي اډانې پرمختګ او په سيمه كښې د سېلګرۍ ودې له د وفاقي حكومت لخواپرله پسې مرستې له د لوظ پخلې كړی۔ده د دې خبرې څرګندونه د نهې په ورځ د آزاد كشمير وزيرا??ظم راجه فاروق حېدر خان او د ده ډلې سره ملاقات كښې وكړه په كومه كښې چې آزاد كشمير چيف سېكتر او نور عهديدار شامل وو۔په وزيرا??ظم آفس كښې شوې دې ملاقات كښې د آزاد كشمير چارو وزير چوهدري محمد برجيس طاهر٬د قانون وفاقي وزير چوهدري محمود بشير ورك٬د وزيرا??ظم سېكتر٬د خزانې٬پاور ډويژن او كشمير چارو سېكترانو او نورو سركاري چارواكي شامل وو۔پھ دې موقع وزيرا??ظم ته د آزاد كشمير كښې د پرمختيائي پروژو او هلو ځلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو د كوم مقصد چې د منطقې اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ او سيمه كښې سېلګرۍ ته وده وركول وو۔د مسلم ليګ(ن)په مشرتابه د وژن له مخې په ??یل كړی شوې پرمختيائي پروګرام غور كولو سره د آزاد كشمير حكومت د موجود وفاقي حكومت لخوا آزاد كشمي?? لپاره بجټ 12 اربه څخه 22 اربه كولو او ميرپور۔مظفرآباد۔مانسهره ايكسپرېس وے او د سي پیك منصوبې ترمخه د مير پور خ??وص?? اقتصادي زون جوړولو پشمول د بېلو په زړه پورې منصوبو ??یل كولو ستائنه وكړه۔غونډې ته ووئيل شول د پاكستان حكومت لخوا د مرستې زياتولو سره د آزاد كشمير حكومت ته پاكستان سره د غوره مواصلاتي رابطو او ضلع٬تحصيل په كچه رابطو زياتولو له د ټولو لويو سړكونو ښه والي سره سره تعميري څانګو بحالولو له مرسته ترلاسه شوې ده