لندن 20 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د دو??ت مشترکه مشرانو غونډې په مهال د جمعې په ورځ د دو??ت مشترکه هېوادونو لارښودو سره ت??ن ریټريټ سېشن كښې ګډون وكړو۔ ونډسر کېسل كښې ریټريټ سېشنز په مهال وزیراعظم د دو??ت مشترکه سره تعلق لرونكو بيلو لارښودو سره د شرېكې خوښې په ګڼو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ریټريټ سېشنز په مهال وزیراعظم چې د كومو لارښودو سره ملاقاتونه او د خيالاتو څرګندونه كړې پھ هغوې كښې د کېنیا اولس مشر ارهو کېنیاټا ٬ د كاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ٬ د نیوزی لینډ وزیراعظم جیسنډا آرډیرین ٬ د نائجیریا اولسمشر ٬ د روانډا اولس مشر پال کاګیم او د پاپوانیوګنی وزیراعظم پیټر اونیل شامل وؤ?? وزیراعظم شاهد خاقان عباسی څوك چې د دو??ت مشترکه مشرانو 25مه غونډه كښې ګډون له لندن ته تللے دے تيره ورځ ایګزیکټو سېشنز كښې ګډون كړې او د معیشت،امنيت او كوټلې پرمختګ په اړه ئې د پاکستان نکته نظر په ښه ډول وړاندې كړې۔ پاکستان په 53 كسيزه دو??ت مشترکه بانی غړو كښې يو دے او تنظیم كښې فعاله کردار ترسره كوي