اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د امريكې د تعليم ??و كلتوري چارو د دوهمې خارجه وزيرې ميري رائس د پاكستان درې ورځنې دوره ترسره شوه۔ د امريكائي سفارت له مخې هغې په اسلام آباد كښې د امريكې د سفارت لخوا پاكستانيانو لپاره د تعليم ??و كلتوري تبادلو وركول كېدونكې موقعې په ډاګه كړې۔ دوهمې خارجه وزيرې د پاكستان د لوړو ز??ه كړو كميسون چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري سره د ملاقات په مهال د فل برائټ پر??ګرام پشمول د پاكستان او امريكې ترمېنځه د تعليمي شركت په پر??ګرامونو خبرې وكړې۔ په پاكستان كښې يو اېس اېجوكېشنل فاؤنډېشن د فل برائټ پر??ګرام انتظام چلوي۔ مېري رائس د دې ادارې اېګزېكټو ډائرېكټر ريټا اختر سره هم ملاقات وكړو۔ هغې لوړو ز??ه كړو لپاره امريكې ته روانېدونكو 156 پاكستاني ز??ه كوونكو سره هم خبرې وكړې۔ هغې د پاكستان يو اېس اېلومنائي نېټورك د نړ??وا?? كنفرنس پرانستې دستورې ته وېنا هم وكړه۔ رائيس د پي اېس سي اے دوره هم وكړه او د اېګزېكټو ډائرېكټر جمال شاه سره په ملاقات كښې ئې د پاكستان د يو څو نامتو فن??ارانو د كار په اړه هم ځان خبر كړو۔