پینډۍ 16 جولائي (اے پي پي) د ايران وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف ميجر جنرل ډاكټر محمد باقري په مش??ۍ كښې د اعلٰی ??چ پلاوي د جي اېچ كيو پینډۍ دوره كړې ۔د ايران پلاوي د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايزه س??امتيا٬دفاعي مرس??ه او پاك افغان پولې انتظام په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د دواړو هېوادونو وسله والو ځواكونو ترمينځه اړيكې لا پراخا كولو په ضرورت زور راوړو۔جنرل قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د پاكستان ا?? ايران ځواكونو ترمينځه زياتې شوې مرستې سره به په منطقه د امن ا?? استحكام مثبت اثرات مرتب شي۔د ايران وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف ميجر جنرل ډاكټر محمد باقري د پاك ايران اړيكو لا مستحكمولو له د عزم څرګندونه وكړه او په پاكستان كښې د يادو شوو ترهه ګرۍ پیښو ئې غندنه وكړه۔