پېنډې 21 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرې ځپليو نړيوالې ورځې په موقع ترهګرې ځپليو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې ترهګري يوه نړيواله مسئله ده او د دې مخ ??يو?? لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔ د نهې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان ل?? مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې ترهګري يوه نړيواله مسئله ده او د دې مخ ??يو?? لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې ??اكستان د څه مودې نه په خاص توګه د تېرو دوه لسيزو په مهال ترهګرې سر?? مخ شوے۔ ده ووئيل چې ??اكستاني قوم او د دې ??سل?? والو ځواكونو د ترهګرې په مړانه مقابله كړې او د دې چېلنج په وړاندې كاميابې سره ودرېدلې او د دې په ضد ئې په موثره توګه كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې ??ونږ هغه ټولو امنيتي ځواكونو كومو چې د ترهګرې په ضد په مړانه مبارزه كړې پشمول د ترهګرې ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ ده ووئيل چې زمونږ اجتماعي عزم به هغو ټولو قوتونو ته ماتې وركوي كومو چې ??ونږ د تيارې په پلو د راكښلو هڅه كړې خو مونږ په خپل قومي مقاومت او عزم سره دوي ناكام كړي۔ د پاك پوځ مشر ووئيل چې ??ونږ د ترهګرې٬ كه هغه په هر شكل كښې وي٬ سخته غندنه كوو او امن راوستلو لپاره د امن د ټولو قوتونو بشپړ ملاتړ كوو۔