پېنډۍ 29 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي دښمن قوتونه د عملياتو په نتيجه كښې ترلاسه شوې ګټې ته زيان رسول غواړي٬ ترهګري او پرمختيائي كارونه يو ځائ نه شي چلېدې٬ مونږ له به د ناامنۍ بشپړه خاتمه باوري كول وي٬ امن لپاره د قبائيلي م??را??و امنيتي ځواكونو سره مرسته د ستائنې جوګه ده ٬ سيمه كښې په لويه كچه امن بېرته راغلې دے خو د بيا اړي ګړي مخنيوي له به په ګډه كار كول وي۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال قمر جاوېد دا خبرې د سوئيلي وزيرستان دورې په موقع قبائيلي م??را??و ته خپلې وېنا كښې وكړې٬ په دې موقع سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه افسرانو او ځوانانو سره ??م ملاقات كړې۔ سرلښكر ته په پ??ك افغان پوله د هاردار تار لګولو د عمل او د پرمختيائي كارونو په حقله بريفنګ وركړې شو۔ سرلښكر د كار په رفتار او معي??ر د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د دې نه پس سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د شمالي او سوئيلي وزيرستان قبائيلي م??را??و سره ??م ملاقات وكړو او د فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام پحقله ئې د قبائيلي م??را??و په هلو ځلو ك??لو د ھغوي مننه وكړه ۔ قبائيلي مشړانو هم امن لپاره د امنيتي ځواكونو او رياست لپاره د غېر متزلزل ملاتړ باور وركړو ۔ قبائيلي م??را??و امن او د فاټا انضمام او په پرمختيائي كارونو د سرلښكر مننه وكړه ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې سرلښكر ووئيل په افغان پوله د ه??ر دار تار لګولو كار او د بحالۍ او پرمختيائي كارونه په تندۍ سره روان دې ٬سرلښكر ووئيل يوه مسئله هم يوازې د كائنېټېك عملياتو د لارې نه شي هوارېدې٬ مونږ ټولو له به په ګډه د اړي ګړي بېرته رامينځ ته كېدو لاره نيول وي۔