اسلام آباد 14 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي زمونږ حكومت به عامو وګړو له آسانۍ پېدا كوي٬مونږ له به د كچه آباديو په ځاې لوي قبضه ګرې ډلې رانيول وي٬د وزيراعظم هاؤس پشمول 15 سركاري جائيدادونه په سركاري توګه د نه كارولو سره به د كال 1100 كروړ روپۍ بچت وشي٬د مري او نتهياګلي ګورنر هاؤس به په ښه هوټلو بدلولې شي٬په وزيراعظم هاؤس كښې به د ښه معيار پوهنتون جوړولې شي٬كه يوازې د كراچۍ د رېلوے په زمكه قبضه خت??ه شي يا هغه خرڅه كړې شي نو دې سره د رېلوے خساره خت??ېدې شي٬د رېلوے په اړه به د چين د تجربو څخه ګټھ پورته كولې شي٬نومبر كښې به چين ته ځم۔ده ده جمعې په ورځ په ايوان وزيراعظم كښې د پینډۍ ايكسپرېس او ميانوالي رېل كار پرانستې نه پس خطاب كولو۔دستورې ته د رېلوے وزير شېخ رشيد احمد هم خطاب وكړو۔وزيراعظم ??وئ??ل زه د رېلوے وزير شېخ رشيد له مباركي وركوم چا چې په لږھ موده كښې زياتې هلې ځلې كړي۔وزيراعظم ??وئ??ل دا ښه خبره ده چې د رېلوے وزير كوم هم كار كوي په هغې كښې د هغه سوچ د عام وګړي ښه والي لپاره وې۔ ده ووئېل د پاكستان بدقسمتي دا ده چې د انګريز د غلامۍ نه پس هم زمونږ حكمرانانو اولس ته په هغه نظر كتلي۔پاكستان كښې ټول پرمختګ د مالدارو لپاره شوې٬مالداره زيات مالداره شوې او غريب نور هم غريب شوې۔ده ??وئ??ل مالداره كسان د سركاري رغتونونو په ځاې په نجي روغتونونو كښې دورملنې ته پام لرنه كوي۔زمونږ د ټېكسېشن نظام داسې دې چې پكښې مالداره ټېكس نه وركوي٬ ده ووئېل 90 فيصده ان ډائرېكټ ټېكس دې٬ګراني راوستلو سره ټېكس اخستلې كېږي٬زمونږ هېواد هغه دے چرته چې غريب مالداره له رعايت وركوي خو په پروګريسو جمهوريت كښې داسې نه وي٬هلته د مالداره څخه ټېكس اخس??ې كېلي او په غريب خرڅ كړې كېږي٬وزيراعظم عمران خان ??وئ??ل د ټرين سفر د عام وګړي سفر دے كوم حكومتونه چې د اولس سوچ لري هغه تل د ټرين خپل نېټ ورك له ترقي وركوي۔زمونږ بدقسمتي ده چې انګريز په هېواد كښې 11 زره كلوميټره رېلوے ټرېك پرېښودې وو او په 70 كاله كښې پاكستان 600 كلوميټره رېلوے ټرك غزولې۔ ده ووئېل په دې هېواد كښې موټروېز جوړېږي خو په موټروے غريب سړې نه شي تللې ځكه چې د هغه سره داسې ګاډې نه وي۔ده ??وئ??ل د ايليټ ازم تر ټولو لويه نښه هم دا ده ٬ ده ووئېل مونږ د عام وګړي لپاره د پټلۍ غزولو په ځاې د انګريز جوړې شوي سټېشنې هم خت??ې كړي۔ده ??وئ??ل اوسني حكومت كښې به مالداره او غريب يو شان پرمختګ كوي٬دا نه شي كېدې چې يوه ډله زياته مالداره شي او پاتې ټول قام غريب پاتې شي۔ده ??وئ??ل زمونږ د حكومت پالېسي به دا وي چې په هر څيز كښې به د عام وګړي لپاره ښه والې وي۔ده ??وئ??ل د رېلوے پرمختګ سره ټول قام پرمختګ كوي۔عمران خان ??وئ??ل د مدينې په رياست كښې د مدينې سركار ثابت كړې۔كله چې عام وګړي پورته كړی شو نو هغه د نړۍ مشري كونكې قام جوړ شو۔وزيراعظم ??وئ??ل اوسني دور كښې چين ثابته كړې چې تندۍ سره پرمختګ كونكې طاقت جوړ شوې۔چين چې په كوم رفتار سره پرمختګ كړې هغه مثالي دے۔وزيراعظم ??وئ??ل مونږ خوشحاله پھ دې يو چې د سي پیك ترمخه به د رېلوے ټرېك وغزولې شي۔د پېښور نه تر كراچۍ اېم اېل ون به د سي پېك ترمخه جوړېږي ۔وزيراعظم ??وئ??ل يو غريب وګړی د خپلو بچو سره په ټرين كښې مزل كولو ته ترجيح وركوي ځكه چې په دې مزل كښې د هغه لپاره ډېرې آسانې وي۔وزيراعظم عمران خان ??وئ??ل مونږ تر 75 كاله مشرانو لپاره په ټرين كښې د وړيا ټكټ آسانۍ اېښودې دغسې د 65كاله څخه زيات عمر وګړو لپاره ټكټ په نيمه بيعه وركولې شي۔وزيراعظم ??وئ??ل مونږ په خپلو قرضو د ورځې 600 اربه روپۍ ډ سود په لړ كښې وركوو۔قرض اخستلو سره مونږ د خپلو ماشومانو سباؤن تباه كوو۔ده ??وئ??ل يوازې په كراچۍ كښې د رېلوے په دومره زمكه قبضه ده په كومه چې د رېلوے قرضه خت??ېدې شي۔ده د رېلوے وزير ته سپارښتنه وكړه چې په دې اړه په تندۍ سره كار وكړي۔مونږ په ټولو ځايونو خپلې ډلې لګولي كومې چې په سركاري زمكو قبضه په ګوته كوي۔ده ??وئ??ل زه يو ځل بيا په ډاګه كوم چې زمونږ حكومت به د عامو وګړو لپاره آسانۍ پېدا كوي۔په كچه آباديو كښې مېشته وګړو ته به لاس نه اچولې كېږي بلكې مونږ په لويو لويو قبضه ګرو ډلو ته لاس اچوو۔ده ??وئ??ل مونږ له به د اولس پېسه په اولس خرڅ كول وي۔مونږ له به قام له احساس وركول وي چې كله مونږ پھ حكومت كښې راتللو سره پېسه خرڅ كوو نو دا پېسه به په هغه وګړو خرڅ كولې شي چاته چې دوه وخت ډوډۍ نه ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ??وئ??ل خوشحاله په دې يم چې د ميانوالي وګړو لپاره رېل كار ډالۍ كړی شوې ځكه چې كه هغه وګړو ما له ووټ نه و راكړې نو زه به نن دلته نه ووم۔ده ??وئ??ل د رېلوے ټريك به نور هم زياتولې شي او د وزيرستان پشمول د هېواد ??رې سيمو ته به رسولې شي۔عمران خان ??وئ??ل چين سره مثالي اړيكې لرو هغه په نړۍ كښې پھ رېلوے نظام كښې يو جلا حېثيت لري۔په رېلوے كښې د چين ټېكنالوجي ټول روستو پرښي۔وزيراعظم ??وئ??ل پھ نومبر كښې چين ته ځم۔ رېلوے وزير به هم بوځم دغسې چې د چين د رېلوے نظام او تجربې څخه استفاده وكړې شي