ریاض 23اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د نوې پاكستان مطلب خوږ وطن د پاكستان جوړونكو اصولو او تصورارتو ل?? مخې اسلامي٬فلاحي او جمهوري رياست جوړول دي٬هېواد كښې سرم??يه كارۍ ته د ودې وركولو٬د مالياتي خسارې كمولو ٬مني لانډرنګ او د كرپشن پھ مسئلو قابو موندلو لپاره د حكمت عملۍ ل?? مخې كار كوو٬ځايې او نړيوالو سرم??يه كارو ته پھ زړه راښكونكې ماحول وركولو ته پام لرنه كوو ٬د هند پشمول ګاونډيانو هېوادونو سره په امن پاتې كېدل غواړو٬بهرنيو سرم??يه كارو ته د ون ونډو آسانې وركړې كېږي٬سمندر پورې پاكستانيان په قانوني توګه تر??يل??ت زر رالېږلو ته راغب كولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سعودي په پ??يه تخت رياض كښې په سباؤن كښې د سرم??يه كارۍ موقعو پھ عنوان د نړيوال كنفرنس په موقع د پوښتنو او ځواب وركولو په ناسته كښې وكړې۔وزيراعظم عمران خان د ناستې په پېل كښې د خپل وژن وړاندې كولو سره ووئيل په حقيقت كښې دا هغه نوے پاكستان دے كوم مقصد لپاره چې پاكستان جوړ شوې ؤ ۔د نوي پاكستان مطلب د پاكستان د جوړونكو اصولو او تصوراتو ل?? مخې يو اسلامي فلاحي او جمهوري رياست جوړول دي٬ ده ووئېل پاكستان په هغو دوو هېوادونو كښې يو دے كوم چې د نظريې په بنياد جوړ شوي ٬پاكستان د اسلام د نظريې په بنياد جوړ شوې كله چې مونږ د نوي پاكستان خبره كوو نو په اصل كښې دا د پاكستان د جوړونكو د وژن په بنياد كوو چا چې د وړومبي اسلامي رياست مدينې د اصولو پھ بنياد اسلامي فلاحي رياست جوړولو له هلې ځلې كړې او دا اصول انصاف٬د مېرټ بالادستي٬فلاحي رياست او خلقو ته علم وركول وو۔ده ووئيل نوې پاكستان هم د دغې اعلٰی و ارفع اصولو عملي كولو د وژن نوم دے٬ځكه مونږ د خلقو تعليم٬د رياستي ادارو مضبوطيا٬انصاف وركولو او انساني پرمختګ لپاره كار كوو۔وزيراعظم په دې لړ كښې د سوئزرلينډ٬سكينډے نيويا د ځينو هېوادونو مثال وړاندې كړو چرته چې په دې اصولو عمل شوې۔وزيراعظم ووئيل مونږ هم په پاكستان كښې آئيډيل اسلامي رياست تشكيل كولو لپاره هڅې كوو۔د معاشي صورتحال پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ ته دوه لويې خسارې په ميراث كښې پاتې شوي چې پكښې مالياتي خساره او د كرنټ اكاؤنټ خساره شامله ده ٬په دې مسئله قابو موندلو لپاره مونږ ته د برآمداتو زياتولو ضرورت دے او په دې لړ كښې حكمت عم??ي جوړولې شي چې دغسې د زرمبادله پانګې زياتې كړی شي۔ عمران خان ووئيل په دې وخت كښې هېواد تر??يل??ت زر ته اړتيا لري۔دې مقصد لپاره د بهر مېشته پاكستانيانو كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئېل دوي به د بانكونو د لارې تر??يل??ت زر رالېږلو ته راغب كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د نورو پرمختګ كوونكو هېوادونو پشان مونږ هم د مني لانډرنګ پشان چېلنج سر?? مخ يو۔د تېرو دوو مياشتو نه د دې مخ نيوي لپاره اقدامات كوو۔